د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو او مل پلاوي د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر او د دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سره کتلي دي.
اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت ویلي، روسیې پلاوي په دې لیدنه کې زیاته کړې، چې دوی د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پراختیا غواړي.
هغه وویل، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې په بېلابېلو خصوصاً د ریل پټلۍ، ټرانسپورت، صنعت، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې بنسټيزې پروژې عملي کړي.
نوموړي ویلي، مسکو به دغه هېواد ته د افغانستان په صادراتي توکیو ګمرکي تعرفه راکمه او یا ختمه کړي.
په همدې حال کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې سلامي امارت خپلې ملي ګټې او د خپل هېواد امنیت، ثبات او اقتصادي وده د سیمې له امنیت، ثبات او ښېرازۍ سره تړلي بولي. هغه زیاته کړه، اسلامي امارت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي. نوموړي وویل، اسلامي امارت غواړي چې د یوه مسؤل نظام په توګه په سیمهییزو فارمټونو کې معناداره حضور ولري او له سیمه ییزو هېوادونو سره له نېږدې کار وکړي.
په همدې حال کې مولوي عبدالغني برادر هم له یاد پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغنستان کې یې ټولې ترهګرې ډلې له منځه وړي او اوس مهال د افغانستان خاوره هیچاته ګواښ نه ده.
په ورته مهال بیا د دفاع سرپرست وزیر له یاد پلاوي سره لیدنه کې د مسکو له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې غواړي د اسلامي امارت د چارواکو نوم له تور لېست څخه وباسي.