د اوکراین جګړه کې د غرب مستقیمه مداخله به ښې پایلې ونه لري

د اوکراین جګړه کې د غرب مستقیمه مداخله به ښې پایلې ونه لري


  • 2 اونۍ دمخه (30/11/2024)
  • سمسور نیوز
  • 14

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اوون وايي، غرب د اوکراین په جګړه مستقیمې مداخلې ته رادانګلي، چې ښايي د دوی لپاره به ناوړه پایلې ولري.

 

هغه ویلي، روسیه حق لري چې له ځان څخه دفاع وکړي او په دې اړه هیڅوک روسیه پر جبر نه شي تورنولی.

 

کیم جونک اوون اوکراین ته د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د کارونې اجازه خطرناکه بللې او زیاته کړې یې ده، چې دا چاره به سیمه نا امنه کړي.