بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې ایران له سوریې څخه د خپلو دیپلوماتانو، پوځیانو او اتباعو د اېستلو بهیر پیل کړی دی.
نيويارک ټايمز خبر ورکړى، چې له دغو کسانو څخه ځينې يې د الوتکې له لارې ايران او ځينې يې د ځمکې له لارې عراق او لبنان ته لېږدول شوي دي.
خو د ایران حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو لسو ورځو کې تحریر الشام او متحدینو یې د حلب په ګډون د سوریې څلور مهم ښارونه نیولي دي.
اوسمهال د حمص په ښار کې سختې نښتې روانې دي او تحریر الشام د دغه ښار ډېرې برخې نیولې دي.
د سوریې د بشري حقونو څار ډله چې په لندن کې فعالیت کوي، وايي په دغو جګړو کې تر اوسه د ملکي وګړو په ګډون شاوخوا ۸۵۰ تنه وژل شوي دي.