کندهار کې په ۳ میلیونه ډالره یوه کارخونه فعاله شوې

کندهار کې په ۳ میلیونه ډالره یوه کارخونه فعاله شوې


  • 1 ورځ دمخه (06/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 17

د کندهار د صنایعو او معدنونو خونه وايي، په کندهار ولایت کې یو پانګه وال د چرګانو د دانې د تولید او پنبې د پروسس یوه کارخونه جوړه او په فعالیت یې پیل کړی دی.

د یادې کارخونې مسئولینو ویلي، چې پر دغه کارخونه یې درې میلیونه ډالره پانګونه کړې او د کندهار ترڅنګ به نورو ولایتونو ته هم تولیدات ولري.

د هغوی په وینا، دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ مټریک ټنه د چرګانو دانې د تولیدولو ظرفیت لري او لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم پکښي برابره شوې ده.