د کابل له هوايي ډګره نړیوالې الوتنې پیل شوې؛ خو د ټکټونو بیه لوړه ده

د کابل له هوايي ډګره نړیوالې الوتنې پیل شوې؛ خو د ټکټونو بیه لوړه ده


  • 3 کاله دمخه (02/10/2021)
  • خالد سهار
  • 934

د ط.البانو له خوا د افغانستان د نیولو په بدلون کې د افغانستان د هوايي چلند صنعت ته زیات زیان ورسېده. 

خو اوس په داسې حال کې د کابل له نړیوال هوايي ډګره نړیوال پرازونه په تدریج سره د پیل کېدو په حال کې دي چې د دغه ډګر د ترمیم او مراقبت چارې دوام لري.

د هوايي ډګر د چارواکو د معلوماتو له مخې، ځینې پاکستاني او ایراني هوايي شرکتونو کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي؛ خو  د دوی الوتکې د ملګرو ملتونو او نورو نادولتي موسسو له خوا چارتر کیږي او  د ټکټونه بیه یې ډیره لوړه ده.

په هوايي ډګر کې یو لړ تخنیکي مشکلات هم موجود دي. چارتر شوې الوتنې او د بشري مرستو د راوړلو پروازونه د سهار له شپږ بجو د مازدیګر تر شپږ بجو ترسره کیږي.  تجارتي الوتنې تراوسه په بشپړه توګه نه دي پیل شوي او د زیاتې تقاضا له امله ښايي د ټکټونو بیې تر یوه وخته همداسې لوړې پاتې شي.