د بهرنیو چارو وزیر عمان ته تللی

د بهرنیو چارو وزیر عمان ته تللی


  • 1 مياشت دمخه (09/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 66

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په یوه رسمي سفر عمان ته تللی دی. 

د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، چې متقي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي په بلنه دغه سفر کړی او تمه ده، چې متقي د بدر سره- سره د یاد هېواد له ګڼو چارواکو سره هم لېدني او خبرې وکړي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې متقي به په دغه سفر کې د یاد هېواد له چارواکو سره د دوه اړخیزه همکاریو د پراختیا او سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړي. 

دا له تېرو څو ورځو راهیسې د سرپرست حکومت د کابینې دوهم سفر دی، چې بهر ته ئې کوي، د معلوماتو پر اساس تېره اونۍ هم د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم شرعي په یوه رسمي سفر سعودي عربستان ته ولاړ او هلته یې د اسلامي مذهبونو د پل جوړولو په کنفرانس کې ګډون وکړ.