کندهار کې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار کې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 1 مياشت دمخه (11/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 59

سیمه ییزې سرچینې وايي، د کندهار ولایت په مرکز کندهار ښار کې په درېیو جنایي پېښو کې درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل شوي دي. 

د هغوی په وینا، په لومړۍ پېښه کې د یاد ولایت په عینو مېنه کې یو کس د نامعلومو وسله والو له لوري وېشتل شوی او وژل شوی، په دویمه پېښه کې یو وسله وال کس له امنیتي مسئولینو سره په نښته کې وژل شوی او په درېیمه پېښه کې یو کس بل د عینو مېنه ته مخامخ په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوی، چې ورسره دوه تنه نور هم ټپیان شوي دي. 

ویل کېږي، چې لومړۍ پېښه وړمه شپه او نورې دوې پرون شپه رامنځته شوې، چې یوه یې د امنیتي ځواکونو او یوه وسله وال کس او یوه بله یوه فورنر او ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.