له کندهاره د ۴۴۷ میلیونو ډالرو صادرات شوي

له کندهاره د ۴۴۷ میلیونو ډالرو صادرات شوي


  • 1 مياشت دمخه (19/03/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 37

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست وايي، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیله بیا د همدې کال د تېرې سلواغې میاشتې تر پایه له دغه ولایت څخه د ۴۴۷ میلیونه او ۱۶۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي. 

د یادې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وايي، د دغو صادراتو حجم ۴۲۱ زره او ۷۵۸ مټریک ټنو ته رسېږي، چې پاکستان، ایران، چین، هندوستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې، سویډن، امریکا او جرمني هېوادونو ته شوي دي.

د بینا په وینا، په دغو صادراتو کې وچه او تازه مېوه، سبزیجات، کرنیز او حیواني محصولات، کاني مواد او غلې دانې شاملې دي.