د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسئولین وايي، په تېر ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال کې افغانستان او ایران له یو او بل سره درې میلیارده او ۳۶۶ میلیونه امریکايي ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد نن سهار سمسور نیوز ته ویلي، چې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۵۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو او له یاد هېواد څخه د راوارد شویو توکو ارزښت درې میلیارده او ۳۱۱ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي.
د نوموړي په وینا، په صادراتو کې کشمش، غیر الکولي مشروبات، سبزیجات، معدني مواد او شمېر نور توکي او له یاد هېواد څخه په راوارد شویو توکو نفت، پرزې، د کارخونو خام مواد او یو شمېر نور توکي شامل دي.
دا خبر داسې مهال ورکول شوی، چې تازه د ایران او افغانستان ترمنځ په دوغارون سرحدي بندر کې د سوداګرۍ د زیاتوالي خبر هم ورکول سوی دی.