پاکستاني رسنيو ويلي، د دغه هېواد ځواکونو هند ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او دغه راز يې د دغه هېواد مهمې ويب پاڼې هم هيک کړي دي.
سرچینې ويلي، پاکستاني هيکرانو د اسام رايفل، د اټومي انرژي څانګې ويب پاڼه او د هند دفاعي توليداتو ويب پاڼه هيک کړې ده.
سرچينې دغه راز ويلي، تر دې وړاندې د پاکستان سایبري برید ټیم د مهاراشټرا د برېښنا د انتقال شرکت باندې برید کړی و او دا یې هیک کړی و.