په هرات کې یوه سړي د خپلې کورنې درې غړي وژلي

په هرات کې یوه سړي د خپلې کورنې درې غړي وژلي


  • 1 اونۍ دمخه (25/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 37

په هرات کې یوه سړي د خپلې کورنۍ درې غړي د چړې په وسیله وژلي دي.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دغه پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۳مه) د ادرسکن ولسوالۍ په ګله‌توت کلي کې ‌رامنځ‌ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې قاتل له سیمې تښتېدلی؛ خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅې کوي.

په ورته وخت کې ځایي سرچینې وایي، دغه سړي د خپلې مېرمنې سر پرې کړی او مور او پلار یې د چړې په ګوزارونو وژلي دي.

تر اوسه د پېښې علت نه دی معلوم.

د یادونې ده چې په افغانستان کې وخت ناوخت دا ډول پېښې ثبتېږي چې لوی لاملونه یې فقر، کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې بلل کېږي.