د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې له هر څلورو کسانو یو تنباکو کاروي.
په افغانستان کې د دې سازمان استازی اډوین سینیزا سلواډور وایي، د تنباکو کارونه د ځوانانو په ځانګړي ډول، د تنکیو ځوانانو په منځ کې مخ پر زیاتېدو ده.
هغه د "د تنباکو نه کارولو نړیوالې ورځې" په مناسبت زیاتوي چې د خلکو د روغتیا او هوساینې ساتنې لپاره نړیوال یووالی اړین دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، هر کال په نړۍ کې له اته میلیونو زیات کسان په تنباکو پورې اړوند ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د مې ۳۱مه د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ ده چې هدف یې د تنباکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي لوړول او خلک د تنباکو له استعماله منع کول دي.
دغه ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې په افغانستان کې لا هم د تنباکو استعمال یو جدي روغتیایي ګواښ بلل کېږي او عامه پوهاوي ته یې ډېره اړتیا محسوسېږي.