د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر وايي چې افغانستان پر ځینو ایراني خوراکي توکو متکي دی او د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه کولای شي په دې برخه کې اغېز ولري.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې مولوي عطاءالله عمري د سنپېټرزبورګ اقتصادي ناستې په څنډه کې ویلي چې اسلامي امارت له روسیې سره د یو شمېر خوراکي توکو د وارداتو په اړه خبرې کوي.
عمري زیاتوي چې هر کال یو اندازه غنم او اوړه له روسیې څخه واردېږي؛ خو سرپرست حکومت له روسیې غوښتي چې د اوړو پر ځای غنم واستوي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۴،۸۳ میلیونه متریک ټنه غنم له روسیې وارد کړي وو.
همداراز بوره، نباتي غوړي، تېل او ګاز هم له روسیې څخه افغانستان ته وارد کېږي.