غزل

2020-09-21

زه د خاموشۍ په انتها کې را پـــــــیدا شـــــــــومـــــه
وای پر ما دې څه وکړل جـــانـــانــــــه په غوغا شومه

روغ ومه رنځور دې کړم د مینې لېونــــی رنــــــځور
داسې چې مثال د هر زمان په دا دنـــــــــیا شـــــــومه

راغلمه بېخوده او بې ســـــــده ستــــــا تـــــر دره جان
درومم په مستۍ کې چې واری دې لــه خندا شومه

ستا د پام نظر ته دویم وارې حــــــاجـــت پېښ نشو
ځار دې په لومړي ځل په وړه غونــــــدې ادا شومه

ورک شوم لکه ښاخ د وچې ونې خو پیدا شوم بیا
زه په دغه ډول د جــــانـــــان د لاس امـــــسا شومه

مینه کې د مینې تـــــــر کمــــــالــــه رسېـدلی شم
ځکه ایله نن خو له غزل ســــــــره اشنــــــا شـــومه


جون ۱۹ ، ۲۰۰۶