غزل

2020-09-21

چې مړ وم، را ژونـــــدی شوم، ښايي لاس د یارانې و
دا څـــــه عجــــب مسیــح غوندې احساس د یارانې و
 
 
بېلتون و، زه روان وم، خو تر اوسه پرې پوه نه شوم
هر څاڅکی ستا د اوښکو که المــــاس د یـــــارانې و

یوازې وم، که نه، خو شیطانان مې ټول چــــپه کړل
یوازې مې له روح سره شـــــابــــــاس د یـــارانــــې و

د سترګو رپ کې داسې د غـــزني زیارت ته ولاړم
چې واک مې بر په ښکلي غـــوندې آس د یارانې و

د ژوند هره شېبه مې ستا پــــه یاد کې شوله تېره
همدغه ستا خاطر و او که پــــاس د یــــارانــــې و