2020-09-21
د قرآن په شپاړسمه سیپاره کې
د جهــــــــــان ټــــــــــولــــــه تیـــاره شوله را ټوله
او زما په دواړو سترګو کې را ځــــــــــای شــوه
الله هغــــــــــه هـــــــــم ساعـــــــت و چې یې ووې
مور دې ولاړه بس نـــــــو دا رضا د خدای شوه.
زه په ورکو لارو سر بې نوره ژونــــــــــد کـــــړم
دا خو مور وه چې به کور پرې ښــــــــایــــسته و
هغه خونه هغه کټ او هغـــــــــه غـــــــولـــــــــــی
بویه ټول دا کور او اور پــــــــرې ښـــایسته وو.
او چې کله به وتمه لــــــــــه خپـــــــــــل کــــــــوره
که وو لنډ او که اوږده اوږده مـــــــزلــــــــونـــــه
نو په خدای به مې تکیه او بیا پــــــــه مـــور وه
که هر څو به مې کاږه وو مــــــــنـــزلــــــــــونـــه.
بس نو دا د غرونو څوکې او لــــــــــــــــېوان وو
زه یوازې خو له هېڅ مې وېـــــــــــــــره نــــــــه وه
دا مزلونه منــــــــزلــــــــونــــــــه ټـــــول اسان وو
د ادکې مور دعـــا مې هېـــــــــــــــره نـــــــــــه وه.
زه په هغه سر او تال پـــــــــسې ګــــــــرځېـــــــږم
او مبهوت یـــــــــــم نــــــشته نشته آهنګ نشته
ها د مینې الاهو تــــــــــه مــــــــې زړه کېـــــــږي
د راحت او دوعاګانو پــــــــــــالنـــــــــګ نشته.
د ژوند ستــــــــــړې ستــــړې لار ده - تنهايي ده
منزل لرې خدای چې ډېر ډېــــــــر پـــــرېشان یم
ستا بېلتون خو څه وړه خبــــــــــــره نـــــــــــــــه ده
داسې ورک یم لکه ورک چې له جــــــــــهان یم.
د قرآن په شپـــــــــــاړسـمه سیـــــــــپاره کــــــــې
یوه نښه ستــــــــــــا دکــــــــړي تـــــــــــــلاوت ده
ګویا دا پیغام د ژوند پــــــــکې خــــونـدي دی
چې دنیا له ټولو پاتې امـــــــــــانــــــــــــــــت ده.
تســـــــــــــلاوې د یـــــــــــــارانـــو دي پرې پایم
او نتلی زړه آرام کـــــــــړي ښــــــــــــې خـــــــبرې
ګني زه چېرته او ژوند لـــــــــه مــــــــوره پــــرته
او دا مینه دا خـــــــوږې خـــــوږې ســــــــنـدرې.
۲۲/۰۲/۲۰۰۷