غزل

2020-09-21

دګلو رنګین بــــاغ مـــــې لوی نا تار خوړلـــــی دی

داتــــــــکو تــــورو شپو رانه  سهــــار خوړلــــی دی

دچـــا پـــــه مزار وځړوم  ســــورۍ شمله پـــــه وینو

منصـــــو دزمانې  رانه اغیـــــــار خــــــوړلـــــی دی

باور  په پټو سترګو کړي ړندې دجانان ستــــرګې

نښتــــر دهسکو غرونو ترې ملیـــار خوړلـــــی دی

داځکه دحیا پلــــــو کې ساه ورکـــــړله اوښــــــکو

دتــــــورو زلفــــــو فصل ترې ریبــــار خوړلـــی دی

چې سوځي دیو بل مخ کې  ښخیږي په څنګ نه ځي

زمونږه پتنګانــــــو  سور انـــــګار خــــوړلـــــــی دی

ساقـــــي له تنــــدې ساه ورکړه ، ذاهده میکده کې

ناخوالو ، وچو شونډو هم خــمار خـــــوړلــــی دی

زړګی مې سنګرواله دجانان په مخ کــې کیښــــود

چې ستا دتورو زلفـــو  تور ښامــــار خوړلـــی دی.