2020-09-21
څه شــوه دیره ، هغه اوجره، هغه ګودر دجــــانـــــان
لمبه لمبه رنګین صـــورت هرمازیګر دجـــــانـــــان
سپينې روپۍ په سینه نه ښکاري او شرنګ دپاولو
دپیغلو لیکې دپیمخو لوی لښـــکر دجــــــانـــــان
له وړانګو جوړه تنسته خوره وره پــه غـــــرونـــــو
لکه له سرو زرو چې جوړ وي هروزر دجــــانـــــان
هغه لیمه چې دګیلو په اوښکو مخ پرې مینځي
دماښام غیږه کې سلګۍ وهي سهر دجـــــــانــــان
دسباوون کډه چـــــــې بار شوله دشپې پـــــه اوږو
سپوږمۍ ویده ، ستوري خپه، اوهم لمر دجانان
سترګو کې ماتې سپینې سپینې مرغلرې اوښکې
پـــــــه کاڼـــــــو ولې ؟ بې اثره شــــو اثــــــر دجانان
دجانان اوښکو دزمزم اوښکو تــــه روح بښــــــلی
دبریښنا څـــــــانګو کې ځلیږي سپین بشر دجانان
ما دفردوس له کوڅې یوسۍ دجانان کوڅې تـــــــه
چې په هغه کلي کې وګورم اخــــتـــــــــر دجــــانــــان
تاپه نکریزو لپو جام کې شراب څکلي کـــــه نـــــه ؟
هغه نیشه هغه مستي هغـــــــه کوثــــــر دجــــــانـــــان
دزلفو غرونه دجــانان پــــــه اوږو چـــــالیـــــــدلــــــي
ما پــــه همــــدې سترګو لیـــــدلی دی محشر دجانان
هیـــــر بــــه مـــې نه شـــــي سنګرواله تر قیامته پورې
چې په سرو لپو به منګۍ شو پاس په سر دجانان