2020-09-21
دابیا کوم لیونی دی چې سپوږمۍ سره غږیږي
ګیـــلو سره غږیږي او سلګۍ ســـــره غـــــــږیــــږی
پرون یې کــــــډه لاړه لیلا شـــاشـــاتــــه کتـــــلــــې
مجنون په نښو ګرځي له کیږدۍ سره غــــږیـــــږي
بڼو ته یې داوښکو څو تحفې جرګه جرګه کــــړې
لیمه ورنه خپـــه دي له تنکۍ ســـــره غـــږیـــــږي
دګل دعبــــادت ژبه ګونګۍ شـــوه تــــرانـــو تـــه
بلبل په وینو سُور شو له کــــوکـــۍ سره غــــږیږي
دخــــــزر ربـــــــه راولــــه هـــــغــــه یــــو څــو شیبې
ماشـــومه پیغله شوې اوس ځوانۍ سره غږیږي
دورځــــې خـــــو اغیـــــار پـــرې بندیزونه لګولي
دمیمــــې شپې له ستورو او شپیلۍ سره غږیږي
لــــه تیــــرو خــــاطــــرو نه سنـــــګرواله راته وایه
جــانــان خـــو اوس له کبره له مستۍ سره غږیږي