2020-09-21
لمبـــــه لمبــــــه نــــه شــــــوم انـــــګار چــــې نـــه شوم
حــــــالاتـــــو ووایـــــې اوښیــــــار چـــــې نــــه شـــــوم
پــه ځان مــــې شک دی بـې ایــمـــانــــــه بـــــــه یـــــــم
دا څنــــــــګه مینــــــه ده سنـــــګســـــار چـــې نه شــوم
جـنـــــــــت کـــــــــــې حـــــــورو رانـــــــــه مــــــــخ واړوه
دپښتــــــنـــو پیـــــغلــــو مـــــزار چــــــې نـــــه شـــــــوم
چې مـیراثــــي انـــګــــــړ نــــــه کـــــــډه شـــــــوه بــــــار
څــــــومـــــــره نــــاځــــــوان یــــم پــه چغار چې نه شوم
حُســــــــن پـــــــــه لــــپــــــو خــــــــرڅــــــیـــــده ولاړ وم
لوی ګنا ګار یــمـــــه پـــــه دار چـــــــې نـــــــه شــــــــوم
یـــــو امــــتــــحـــــــان وو دجـــــــانــــــــان دمیـــــنـــــې
تومت مـــې واخیستـــه انــــــکار چـــــې نـــــه شــــــوم
یــــو څــــه تســـــل شـــــم « سنــــګـــرواله » پـــــه دې
شکر چـــې غل نـــه شـــــوم اغیـــــار چـــــې نه شـــــوم