2020-09-21
څه نیشه لیونۍ شپه ده چې نیشې په کښې ما تیږي
ستا دسپینې خولې ذکات چې توبې په کښې ماتیږي
دتــــوبو لیـــــونـــي ګـــوره نــــن یې سل توبې ایستلي
دهمــــدې تو بــــو له پاسه پیمانې په کښې ماتیــږي
داد هــــرې تـــــوبې شاتـــــــه د ذاهــد د ریا شمـــیر دی
هــــره شپـــه د تنکۍ حورو خزانې په کښې ماتیــــــږي
دګـــریوان تړانګې شمیره دشیخانو په غوبل کـــښــــې
دچا لاس دچا تندی دی هم پښــــې په کښې ماتیــږي
غلام ستړی له توبو شو اوس یې بل ګناهګار وموند
څــــه دکفـــــر فیصـلې دي چې قبلې په کښې ماتیږي
دحیــــا بي بي سرتوره حورې کونډې شوې حرم کښې
پـــــه اغیار داختر شپه ده چې روژې په کښې ماتیږي
شکــــر مینــــه بوره نــــه شوه بیا به بل پسرلی راشي
داوطن دلیونودی سرې غرمـــــې په کښې ماتیـــــږي
دا شـــــډلې پېـــــړې پېــــــړې دپښتون دپښــــو تلــــــې
داغــــزو وســــه پـــــرې نه شي زولنې په کښې ماتیږي
لیونو لاسونه اوږد کــــړل فلـک نیسي له ګریــــوانـــــــه
نن که ورځ په کښې ماتیږي سبا شپې په کښې ما تیږي
دشیخانـو په لاســــــــو کې غــــاړکۍ دي سنــــــګروالــــه
سپینې سپینې مرغلرې که تسبې پـــــه کښـــــې ماتیــــږي
۲۶ / ۹ / ۱۹۹۹ لندن