غزل

2020-09-21

 ګودر نه پېغلـه لـه ربابه مونغمه تللې ده
 مينه لـه زړونو لـه ګلابه مو وږمه تللې ده 


 بېړۍ د كبر او غرور به د هغې غرقه كړي
 د زړه لـه بحره مې د آه يوه څپه تللې ده 


 نيمګړى هار يې په ګردونو باندې زوړ غوندې شو
 ګوره هغه لا د لونګ په بهانه تللې ده 


 ماشومې هيلې مې د زړه ورپسې تل ژړېږي
 د ارامانونو د سردار مې جنازه تللې ده 


 "سقيم" غزل به يې خالي مقام ته سر ټيټوي
 چې لـه محراب څخه يې پېغلـه فرشته تللې ده دده