غزل

2020-09-21

د ژوند رڼې ورځې تيارې شوې ما په خداى وسپاره
شېبې يې يو تر بل ترخې شوې ما په خداى وسپاره
 
دلته مي ډك زړګي خالي لاسو ته ډېر وژړل
هلته د هيلو مراندې پرې شوې ما په خداى وسپاره
 
نور دي له غېږي ولاړېږم لكه پرخه له ګل
د بېلتون وړانګې را پسې شوې ما په خداى وسپاره
 
مايوسه خيال مي د بې وسه آه شمال وواهه
ستړې سلګۍ پرلپسې شوې ما په خداى وسپاره
 
ګرانې ! په ډك ستوني دي ډكې سترګې شا ته پرېږدم
زما د بخت ليكې كږې شوې ما په خداى وسپاره
 
بيا مي د سترګو بام څڅېږي بيا پر خيال باندې مي
ستا د وربل ورېځې خورې شوې ما په خداى وسپاره
 
نور مي د پېغلو ارزوګانو پر شهيدو قبرو
د انتظار جنډې زړې شوې ما په خداى وسپاره