غزل

2022-10-03

ګله لېڅې دې د تورې تېغنې پاستي 

ما مدام لکه چړي درپسې ځغاستي 

 

دوه سينې دي د پاچا سکنۍ لوڼې 

لوڅې پوڅې دي د سيند پر غاړه ملاستې 

 

دوه خالونه تور د تيو پر سرونو 

د سخي پر مزار دوه کوترې ناستي 

 

د پرديو غم تر يخو واورو سوړ دی 

جان من! تو خو ازما ستي، که بر ماستي 

 

ما ياران لکه څادر تر ملا تاو کړل

څه خبر ومه چې ومې تړل کراستي 

 

زه پرون درپسې ټوله ورځ لوېدمه

ما بېګا درپسې لمونځ کړی په ناستي 

 

همېشه مې پر ريښو وارونه شوي 

او له ما وي همېشه د تبر لاستي

 

شيخان څه دي د ويدو اصحابو سپي دي 

په جنت کې د سړيو دي ځای‌ناستي 

 

ما دې يوه خبر په ګل بدله نه کړه

ما دې ټول عمر په زړه وړې ناراستې