غزل

2022-10-03

بې تا وطنه! ويلې کېږم لکه شمه مرمه 

کله له ځان سره خوشحال کله له غمه مرمه 

 

د زړګي سره! ما هم ستا له سترګو ژوند زغملی

د سترګو توره! که دې وويل چې مرمه، مرمه 

 

خدای د جنت کوندري دي خدايزده چا ته قلف ساتلي 

زه خو پر ځمکه د يوې ډوډۍ په تمه مرمه 

 

نظر دې غواړمه کامله دستګير خوشحاله!

د کوه قاف د ښاپېرو غوث اعظمه! مرمه 

 

زه په رڼو سترګو سکروټه زړه داغلی ناست يم

چې ناست يم ښه يم، خو چې پروت يمه يا ځمه مرمه 

 

د خدای بنده يم او غلام يې را نه ساه وباسي

زه يې د ښې ځوانۍ نومونه يادومه مرمه 

 

که ومرم! ته به هم په ډېرو مرګو ډېر ستړی شې 

غاړه مې پرېږده، عزاريله محترمه! مرمه 

 

خوب مې ليده را ګرځېدلی احمدشاه بابا وي 

وايي، لوېدلی بيرغ بېرته ځړومه مرمه