2020-09-21
نه هستي واى نه مستي واى
نه پر ځمکه پادشاهي واى
لوږه تنده مې ګاللاى
شپه مې ويښه تېرولاى
له تيارو سره په جنګ واى
د سپوږمۍ در کې ملنګ واى
سل پيونده مې جامه واى
خوله کې ستا د عشق نامه واى
زه او دښته او شپېلۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
×××
ددې ځمکې هر موجود ته
په سلام يې واى وجود ته
ګرځېدلى په ميرو کې
شاړو دښتو هديرو کې
خبر نه واى له روزګاره
د دنيا له کاروباره
سل څپړې چاوهلاى
ستا انځور مې جوړولاى
باده سارا او بوړبکۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
×××
خپلې اوښکې مې بس څښاک واى
ستا پر سټه لکه تاک واى
ددې ستورو د خندا واى
شپه پر وېښه تر سبا واى
کند کچول مې واى پرغاړه
ژوند مې واى هم ټول پر شاړه
نوکري مې د غلام واى
د محمود غوندې بدنام واى
راپسې ګرده نړۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
×××
بې پروا بس له انجام واى
خو غني دى هم پر جام واى
د دنيا همدا يو بام واى
خيال او فکر د خيام واى
يو ساقي ته صد سلام واى
راپسې د نورولام واى
د غزل توري مې قام واى
خيال ته هر يو مې دام واى
يو کچکول يوه شړۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
×××
کاش په خوله مې زمانه واى
خير که ژوند مې زولانه واى
خرابات واى ميخانه واى
له خندا شنه پيمانه واى
زه اوشمه ستا زيارت واى
همدغه مې جماعت واى
د ګريوان رېښې په نازمې
کړه د اوښکو جاى نماز مې
دا اختر دې د دوهۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى
دا ماڼۍ او نه دا سور واى
د سپېرو خټويو کور واى
ژرند ګړى د رنګونو
واى ملنګ د ښايستونو
پاس پر سپين تندى يو خال واى
او د لمر د لوڼو ټال واى
د هر چا سترګو کې برېښ واى
د ښکلا پر ټپه پېښ واى
ستا د لاس سابه ډوډۍ واى
مورې ته راته ژوندۍ واى