کله چې زه به په سفر وتمه

2020-09-21

د خداى قران
په څو پوښو کې تاو
تاخچه کې ايښى
کله چې زه به په سفر وتمه
نو مور به چپ کړم
او د ټيکري په پيڅکې پورې غوټه کړې پيسې
چې چرګ چرګوړي له پلورلو به يې ټولې کړې زما لپاره
په مينه وړو ګوتو راکړې
بيا به يې وچ توتان او څو
سپينې جوش کړې هګۍ
راته په لوى دسمال کې غوټه کړې
پاس په واسکټ به يې راځوړند کړتاويز راته
د خداى (ج) قران به يې راواخست
ترېنه تېر به يې کړم درې ځلې  چې
نو د رڼو اوبو يو جام به يې راپسې شيندلو
د سترګو کونج کې به يې اوښکې ښکته پورته شولې
په ژړغوني غږ به يې وويلې
زويه ورځه مخه دې ښه شه
په لوى رب دې سپارم
د مرګ له تود باد نه دى هر چېرې په امن غواړم
پام چې په لار کې تر پښو لاندې
چېرې نه کړې مېږې
که کوم يتيم مخې ته درغى
پر سر يې لاس د مينې کش کړه
لکه امسا د هر چا وکړه خدمت
زويه ورځه درته په مخکي لوى سفر پروت دى
خداى (ج)قران په څو پوښو کې ګرد وهلى ايښى
د اوبو جام خپله له تندې نه مري
د سفر لار مې د اغزيو پر فصلونو جوړه
تندى مې  مات ، پلونو کې وينې ډنډ وي
وروره
خبريمه  چې
وخت ده حالاتو ته ورکړې دنفرت او کرکې ډکه توره
په سرمې سيورې د ابۍ د دعا نشته دى مرګى خوړلى