چې دې له زړه نــــــه ياره ووتمــه
د ژوند نه ســــــــم له واره ووتـمه
پر ګــلابې شونډو دې کــــار نه لرم
نور نو له دې خــــــــماره ووتـــمه
د ګل په غېږه کې مې ســاه ورکړه
د خوشــــــــــــبيو له ښاره ووتمه
که دې لېــــمو نه زړه ته وښويدم؟
بېرته پر دغــــــــــــه لاره ووتمه!
شــــرره بيا مـــــې درته پام شو نن
شـــرره بيـــــــــا له کاره ووتــمه!