غزل

2022-03-13

د ژوند سندرو ته نڅا پکار ده

سبا مرګی دی څه خندا پکاره ده

 

اوښکې دې پاکې که بلا دې واخلم

موږ مسافرو ته دعا پکار ده

 

په مخ دې تورې زلفې مې خوروه

دغه تیاره ښار ته رڼا پکار ده

 

خلک به نورې نورې هیلې لري

زما خو ستا یوه ادا پکار ده

 

یاران مې رنګ ته ګوري وایې راته

داستا په حال باندې ژړا پکار ده

 

هغې,ته ووایه چې بیرته راشي

کریمه ټپ ته مې دوا په کار ده