2022-03-13
ړنګ وجود په زړه زخمي یمه ماښام دی
ګوټ ګوټ څکمه لاس کې ډګ د زهرو جام دی
ژوند خراب دی زه خراب حالات خراب دي
بیا هم ساه اخلمه څه وکړم ناکام دی
ستا د لاسه مې هر څوک په کاڼو وُلې
محبته نوم مې هر ځای کې بدنام دی
ما یې غم ته د زړه کور کې ځای ورکړی
ما د یو کس څومره کړی احترام دی
دومره ژر مې له زړه مه باسه جانانه
ستا په سر په ما د ټول کلي الزام دی
نور به څومره لا خپل زړه خورمه شاهینه
نور بې سېکه یم د زړه زور مې تمام دی