غزل

2022-03-13

د ستړي ژوند ناکام منظر ته ژاړي

دا سړی. هر وخت. سمندر ته ژاړي

 

له ډیره درده په ځان خولې لګوي

د خپل مات شوي زړه پرهر ته ژاړي

 

حالاتو. ټولې ورته. ووژلې!

د ارواښادو. هیلو سرته ژاړي

 

دغه ماشوم راته بې موره ښکاري

دېوال. ته ناست دی. د کور ور ته ژاړي

 

د بېکسۍ اوښکې یې راشي په مخ

ګریوان ته ګوري او څادر ته ژاړي

 

ورته وطن کلی او کور یادیږي

د بل. وطن. ژیړ مازیګر ته ژاړي

 

تمامه شپه ورسره سم سوزیږي

کریم. د شمعې خوار بشر ته ژاړی