غزل

2022-03-13

د اسمان ورېښمینه غېږ کې په نڅا دې زرین ستوري

نیمه شپه ده شبګیرو وهلي واړه ورته ګوري

 

ښایې بیا د الهامونو ښاپېریو ته وریاد شم

نن مې بیا د خیال په ځمکه ستا د یاد پرخه را اوري

 

ستا غوصه داستا د شونډو هر انداز د ګل ګزار دی

ستا له سپینې خولې قربان شم راته کانده سپکې سپوري

 

ستا د مخ سپینې رڼا ته زما د فکر نظر ړوند دی

چې پرې وستایم ستا حُسن یاره نشته داسې توري

 

چې نظر مو په هر حُسن پسې واوړي لېوني شو

یا خو ښکلي جادوګر دي یا یو موږ په زړه کمزوري

 

ترې روان شوم په سلګو کې یې دا یوه خبره وکړه!

چې په کوم خدای دې سپارلې یم هغه خدای دې په لوري