د دردمندانو فتوا

2020-09-21

په فتوا د دردمنــــــــدانــــــو به تل پړ وي

که عاشق نه د غـــــربت په خاورو خړ وي

 

د لوړي سيــــــــلاب به بيا په کي بهيږي

که هر څـــــــو اوبو خوړلي لکه خوړ وي

 

په سپين زره به سر ښندي د عشق لپاره

د غمـــــــاز له خوا به تل په تور ککړ وي