راسه زړگيه ما ته وايه د پښتو خبري
د پښتانه د تير تاريخ او د ژوندون وينا
د لوي لودي او د غلجي سوري گډون وينا
د لوي پښتون د عظمت بيا د بيلتون وينا
راسه چي گښينو سره
د چا په ياد داسي زړگيه تا پريشان وينم
په څه کړاو دي هسي شاني ځلبلان وينم
دا ستا له منځه د سرو وينو رود روان وينم
څه ده در پيښه
زړگيه هيښه
راته ووايه لږ څه
له درده سوزه وينا
زړه راته خپور کړ له درده د خپل گروم داستان
د پښتانه د تير عظمت جلال او نوم داستان
د پښين، بنو، د پيښور او د سدوم داستان
ده ويل: اټک چيري ولاړ؟
خوشحال خټک چيري ولاړ؟
بولان، کوږک چيري ولاړ؟
زما نه هيريږي د مابڼ او د سوات سيمي
د اباسين، د شال، د ژوب او د کوهاټ سيمي
هغه د تورو د بريښناوو او د پاټ سيمي
څنگه به هير کړم زه
د هغو غرونو ښکلا
دا پيښور، دا تيرا
ټوټې ټوټې کړ زمانې عظيم هيواد د پښتون
لږ نه دي پاته هغه بزم چي مو درلودي پرون
اباسين ژاړي پر دې حال باندي په څنگه تاخون
زموږ پر ذلت ژاړي
پر تير عظمت ژاړي
څنگه په ورټ ژاړي؟
سپين پښتانه هلته په څنگه سوزند اور سوځي
د ناپاکانو په ظلمو کي خور او ورور سوځي
بيا مي زړگى د غليمانو په پيغور سوځي
آسمان کړې به جفا؟
څوني تر کومه په ما؟
اروې که نه دا وينا؟
لاس که مي بر سي، کړم به ا آسمان دړي وړي
وينم له تا نه په کلو کلو جفا ناوړې
تر څو به اورم د غليم خبري بړي بړي
زه به ذليل نه يم تل
وخت به مي راسي يو بل
لاس به مي بر سي يو ځل
زه به پښتون ته پر دنيا يو ښکلي کور جوړ کړم
بيا به خپل باغ په ښو گلونو ښه سمسور جوړ کرم
د لوي پښتون په لوي نامه به لوي انځور جوړ کړم
د څپله وروه سره
به سمه غاړه غړي
د محبت په کړي
بيا به نو وايمه دنيا ته چي زه سيال يمه
د حق مرستيال يمه
زه مينه پال يمه
کړمه به جوړه يوه ښکلي د پښتون دنيا
وي به روښانه د پوهني د وړانگو په رڼا
سي به زانگو د انسانتوب دغه سپيره پښتونخوا
د پوهي روغي سيمه
د برم او جوړي سيمه
د پښتونوالي د لوړتيا د عظمت زانگو
د لوړ همت، د عالي فکر، د نهضت زانگو
د انسانتوب، د فضيلت،د محبت زانگو