چي گـــــــــــــــــډه پــــــــــــــــــه وطـــــــــــن شوه سره وبا کلي په کلي
د خداي مسلمانان ئې کړل تبــــــــــــــا کــــــــــلي پـــــــــــه کـــــــــلي
مــــــــــــــــــــرگــــــــــــــــــــــو ده را بللې، دې ددانـــــــــــــو مـــرتدانو
سړه کړه نامراديو د مـــــــــــــــــــرگ خــــــــــــــــوا کــــــلي پـــه کلي
اجل دي چي راوزي له توپو، له مشيــــــــــــــــــــــــــن گــــــــــــــڼو
ځوانۍ دي رژولې دې بلا کـــــــــــــــــلي پــــــــــــــــه کــــــــــــــــلي
سپيره کړل بمباريو ودان کلي، شنه کښــــــــــــــــــتونــــــــــــــه
ټانکونو بورجلونه کړل بېديا کــــــــــــــلي پــــــــــــه کــــــــــــــلي
بمونه شپه او ورځ اوري د روس له جــــــــــــــهــــــــــــــــازونــو
سړې ويني دي بهاندي شا و خــــــــــــوا کـــــــلي په کــــــــــــلي
ځنگلونه د دې پاکو غرو طعمه شوه د نـــــــــــــــاپـــــــــــــــالمو
ور تيږي په دې اور کي پښتونخوا کـــــــــــــلي پـــــــــــــه کلي
صرفه نه پر وړو، نــــــــــــه پـــــــــــــــــــــــــه زړو شته، نه په ښځو
کشتار دي، قتل عام دي برملا کلي پـــــــــــــــــه کــــــــــــــــــــلي
پراته دي گام په گام د شهيدانو په ســـــــــــــــــــرو ويــــــــــــــــنو
لو گډ د ژوندانه دي نــــــــــــــــــن سبــــــــــــــا کلي پـــــــــــــــه کلي
د غوښو په خـــــــــــــــــوراک ئــــــــــــــــــې ځناور رسېداي نشي
هوا شوه له لاښونو څــــــــــــــــه خـــــــــــــــــوســــــــــا کلي په کلي
وطن شو سره بتۍ پکښي نېنې دي د ســـــــــــــــــــرونــــــــــــــــو
ځوانان د پښتنو شوه نيــــــــــــــــمه خــــــــــوا کلي پــــــــــه کلي
سرونه شول بې بيئ، ژونـــــــــــــدونــــــــــونه بې ارزښـــــــــــته
اوس ويني د ســـــــــــړو شــــــــــــــــولې وړيــــــــــــا کلي په کلي
سپکتيا وهل کوټل، بند و زندان، ژوبلي مــــــــــــرگـــــونه
نصيب د خان، بډاي، شيخ و ملا کلي پـــــــــــــــه کــــــــــــــلي
واړه يتيم يسير، ميرمني، کونډي، بـــــــــــــــوري وراري
کمبلي دي هواري، د پـــــــــــــــاتــــــــــــــــا کـــــــــلي په کــــــــلي
ښراوي دي، ژړاوي دي، چيغاري دي، کـــــــــــــوکـــــاري
سړې ساندي دي د بورو هــــــــــــــــره خـــــــــــوا کلي په کلي
تاړاک د چنگيزيانو مو اوس هېر شو، چي رالويـــــــــږي
دا ټکي د خلقيانو له تنا کــــــــــــــــــلي پــــــــــــــــــــــه کـــــــــــلي
په سيله به سلا او په وســـــــــــــلو ئـــــــــــــې وژل کــــــــــــيږو
پر روس مو ځکه پور ده خون بها کـــــــــــلي پـــــــــــــه کلي
موږ هم آخر بشر يو، د کريملين صــــــــــــوبــــــــــه دارانو!
پر څه مو پخپل ملک کي کړو تـــــــــــبا کـــــــــــلي په کلي
د زوي زړه مو تر خوله شه موږ مو تپ په سره وبا کړو
پخپل وطــــــــــن مو گـــــــــــــډه شـــــــــــــــه وبا کلي په کلي
کاڼــــــه مـــدعيان دي، د بشر د حــــــــــــق غــــــــــــــوښتلو
هيڅ نه اروي، دا زموږ د غم غوغا کلي په کــــــــــــــلي
اې لويه قدير خدايه! دغه خواست مو ته قبول کـړې
خلقيان د دې وطن کړې پو پنــــــــا کـــــــــلي پــــــه کلي