د آسمان سپيني سپوږميه!
مخ دي روڼ، تندي دي ورين دي
شا و خوا دي پلوشې ځي
په رڼا دي تور بڼ سپين دي
د ويرجنو خواله گري
راسسه زره مي ډير غمگين دي
راسه زما گراني پي مخي!
چي يو دم د زړه خواله کړو
سره کښينو لاس تر غاړه
خوا په خوا سره پاله کړو
ښکلۍ پيغلۍ مه شرميږه
پټ دي ولي تر غره مخ کي؟
ته يې زما د زړه ملگرې
تل به نورو پر موږ رخ کي
په کوچيني هم ته زما وې
ما به تا ته تل اخ اخ کي
چه کوچني وم ما بللې
ته "الا کوکو" سپوږمۍ!
له هيواده ليري گرځم
زما په زړه پوري ملگري!
د وطن بل څوک خو نسته
دلته يم يوازي ليري
نه خواږه ياران خپلوان سته
نه د دوي خوږې خبري
يوه ته يې زما ملگرې!
راسره يې له هيواده
هم هورې يې هم دلې يې
خداي دي تل ولره ښاده
چي زه درومم، ته هم درومې
چي زه ناست يم، ناسته ته يي
په ځغستا را سره ځغلې
چي بيده يم ته بيده يې
وفاداره ښکلې پيغله
ته سپوږمۍ، که پښتنه يي؟
ستا وفا د پښتنو ده
د آسمان پيغلۍ نجلۍ!
په خوي ښکلې پښتنه يې
د غمجن مين شهي!
د خوشحال روح ته خطاب
د پښتون بهار له تاو
اي ميړه نره سرداره
تا پښتو ده ژوندۍ کړې
له خټک تر کندهاره
پښتانه دي يادوينه
ننگيالي ښاغلي پلاره!
چي پر مرگ دي هيره نه وه
د پښتو د ننگي لاره
تا ويل: پسله مرگه هلته تاسي ښخ کئ مړ خوشحال
د مغلو د پښو گرز ئې چيري نکي بيا پايمال
نه ىې مړ ته خو ژوندي يې
اې اديبه ننگياليه!
دا ښه نوم دي دايمي دي
په ابد ژوندون ژونديه
ته زموږ ملي پيشوا يې
د پښتون پلار تورياليه!
پښتونواله دي ژوندۍ کړه
د پښتون لوي برياليه
تا و موږ ته وښودله د پښتو دا سمه لاره
ستا په توره به نازيږو د پښتون پښتونه پلاره
د پښتون بيړۍ چپه وه
د غزني دوران و تللي
د غوري لوئي وه ورکه
د سوري قام و نتلي
د لودين جنډۍ نسکوره
قطب الدين په زړه داغلي
د مغولو طالع لوړ و
د اورنگ توغ رپيدلي
يو څو ستا د سوز نارې وې، چي پښتون ئې راولاړ کئ
که نه ژر وو، چه خپل کور يې د مغل په لاس ويجاړ کئ
ستا نغمه وه څه دلسوزه
څه توده له خونده ډکه
د غوري، سوري افکار وو
خپروله دي پر ځمکه
د خپل دور فلاطون وې
تا مني هر سړى ځکه
قندهار تر ننگرهاره
له مهمندو تر خټکه
پښتنو ته تا ورکړي، په ښه شان درس د حيات دي
ستا ميراث و دوي ته عزم، ننگه توره او ثبات دي
زمانه ده بدله شوې
شلم قرن څه بيباک دي
د ضعيف غوښي قوي خوري
چه غښتلي دي سفاک دي
تمدن په وينو سور دي
د هغه چا چي بې واک دي
د شلمي پيړۍ دود دي
چي ضعيف باندي تاړاک دي
په دې عصر دې جنجال کي، ستا سبق موږ ته کافي دي
ستا د توري تورې پاته، زموږ هر رنځ لره شافي دي
سر را پورته که سرداره
د شلم قرن تماشې دي
شا و خوا پر گردۍ مځکه
د ملت "نيشن" نارې دي
ذرې وصل دي و لمر ته
څه عجيبي نندارې دي
ستا د ږغ هم کښته پورته
په دې غرو کي ږغږغې دي
ستا خو ږغ ؤ، پښتنو ته د پښتون نجيب ملت ته
قبائل ورک کئ له منځه، ځان کړي وصل مليت ته