2020-09-21
زړه راځه چي سره مله سو
څه تپيږې يک تنها ته؟
زه تنها يمه مل غواړم
بوزه ما و پښتونخوا ته
راځه ځو به جگو غرو ته
د نسيم به خواله گر سو
له "تيراهه" به ور تير سو
سيلاني به د سپين غر سو
راکه لاس چه سره څو به
مخ کي اوږد او گران سفر دي
د پرديسو مل سې خدايه!
دا سفر نه دي سقر دي!
زړه راځه چي ځو روان سو
د ليلي و ښکلي ښار ته
ته ځې؟ ما درسره بوزه!
د بيټن نيکه مزار ته
ته خو ښه يې زړه! چي تلى سې
زه محروم يم له وطنه
بلبل پروت يم په قفس کي
ورک له باغه له چمنه
زړه ورځه! خو يوسه اوښکي
ملغرې ارمغان زما
ښايي دا چي ياد به کړينه
زما دوستان پر دې نښان زما
زړه ورځه اللّٰه دي مل سه!
د وطن زيارت له ورسه!
زما سجدې نيازونه يوسه
جبين سا په هغه ورسه
که زه تلې نه سمه ته ځه!
تندي ږده د ليلي در ته
زما اوښکي، د زړه وينې
کړه تحفه د يار محضر ته!