2020-09-21
په ږيره د بابا اوس ماشومان لوبې کوي
خپه يم په مشرانو چې کشران لوبې کوي
په مدحه په ستايلو په بوټونو پاکولو
داحلق نن سبا په والاشان لوبې کوي
چې هرطرف يې بيا يی په هماغه طرف درومي
په ځينو کار دارانو درباريان لوبې کوي
سپاره يې په اوږوشوه چې په دې فن کې استادؤ
واړه په لويو باندې دغه شان لوبې کوي
حاکمه خبرنه يې تاته څوک نشي ويلی
په تاباندې څو تنه ملکان لوبې کوي
چې ساتي بيزوګان او ټوله ورځ شادي بازي کا
ډېر ښه دی تر هغو چې په انسان لوبې کوي
که هر څه دې زړه غواړی هغه کېږي چې پيسې وي
رشوت په رشوت خوﻻ باندې هرشان لوبې کوي
ما وليد مردارخوردی جګ مقام ته رسېدلی
د ستورنشان يې واخيست په ډيران لوبې کوي
د سپوقدر زياتېږي په هغه ځاي کې هر ګوره
چې تل يې په چرګانوګيدړان لوبې کوي
دغلو ملګری کېږي هغه وخت کې تمام خلق
دشاه په رعيت چې حاکمان لوبې کوي
هرڅه هلته بل شان وي حقيقت نه معلوميږې
په سترګو او نظر چې مداريان لوبې کوي
جوړېږي نه هيڅکله خو د مرګ تر ورځې پورې
زمونږ په رنځورانو پساريان لوبې کوي
د مچ مېږي کارنه دی چې په سره اورځان ستي کا
په بلو لمبو باندې پتنګان لوبې کوي