2020-09-21
زموږ دتورې شپــــې احوال بــــاد ســـبا تــــه وایـــــه
دپتنــــګانـــــو بیتــــــابـــــــي دعشـــــق رڼــــا ته وایه
ړندو ته مه وایه دسپیــن مــــخ او دتــــــورو زلفــــــو
دســـــرو ګلـــونو یابلبلې یـــــا بــــــو راتـــــــه وایــــــه
رنځـــــور تـــــه وایـــــه ددوا او دطــــبیـب دراتــــــــلو
دمیلمستیا دساعت تیرۍ دښکار بل چاتــــه وایــه
دعیش عشرت قصــــې کوه له دولتـــــمنـــــو ســـــره
دخوار غریب او دمظلوم افسانــې مــــاتـــــه وایـــــه
که دخیرات زکات او سقاط دې چانه واوریده څـــه
په منډه ورشه کوم اخوند غوندې مـــلا تـــــه وایــــه
چې هیڅ تا ثیر ورباندې نه کوي او هیـــڅ نــه کوي
دوطن غم رئيس وزیــــر لـــــویــــــې ارواتــــه وایـــه
که ډیر بحثونه دې زړه غواړي اوهــر قســــم وینــــــا
هره خبره چـــې وه یـــــو ځـــــلي شــــــوراتــــــه وایـــــه
ورســـــره مـــــه کــــــړه جــــــدي بحــــث دعمل خبرې
که دې کوم ښه بیت چانه واوریده ګـــــویـــاته وایـــه
چې دې نا پوهــه او بیکاره په چـــــوکـــــۍ ولیـــــده
ته یــــې په هـــــر ساعت په هر ځای کې هرچاته وایه
که نا لایق ته چا څــــــه نــــه ویـــــل اونـــــه و تمیــــــز
کــــوریې مرګــــــي ته وښیه تورې بلا تــــــه وایـــــــه
قسم خواره که دې پکاروو اودروغــــو شاهـــــــدان
هرڅه به خدای کاندي اسان ملک کاکا تــــه وایـــــه
لیلی دې مسته او تازه ګرځي چړچــــې دې کـــــــوي
دعشق غمونــه لیونیـــــــو دصحــــــرا تـــــه وایـــــــه
چې طبیعت یې ښه شي موټی موټی غوښې واخلي
آغا آغا په هر ساعــــت بـــــا دار آغــــــا تـــــه وایـــــه