پښتون سیده

2020-09-21

پښتـــــون سیده دشــــرق نامداره           ددیــــن او عــــلم دکــــور ســــــرداره

 تلــلی وې چیــــرې دڅـــه دپــــــاره              دچـــــاله غمـــــــه وې ناکـــــــــراره

توره تیاره وه مړه اولسونه

راپاڅول تا ویده قومونه

چیرته چې لاړې ته رهنما شوې                 دحق دلارې صحیح پیشواشــــوی

رهبر دعلم او دمعنی شــــــوې                    ړندو دپـاره دلاس امســـا شـــــوې

راوړه دنیاته تا پيغامونه

نوي فکرونه  ښه ښه خویونه

ستا په ښودنه ویښ انسانان شول                  تازه باغونه بیا دعرفان شــــول

مشهور دنیا کې ستا شاګردان شول        روښان فکرونه ستا په بیان شول

ستا له مشعله  رڼا شوه زړونه

ډک ؤ خکمت نه ستا تعلیمونه

ټوله دنیا کې وګــرځیـــــدلــــې                په شرق او غرب کې نه ځـائـیدلــې

چې په مــنبــــــر به ودریـــدلـــــې                 له هر چا پورته  ښـکاره کیدلــــې

له تا سره وو ډیر تا ثیرونه

درته حیران وو ډیر عالمونه

دنیــــا رڼا شــــوه ستا له تنــویــره         جهان خبردی ستا لــه تـــــا ثـــــیــــــره

حق سر اوچت کړ ستا له تقـــریــــره          ستـــا لـــه تحـــریره  ستا له ضمیره

وښورول تا غا فل  فکرونه

څومره خواږه ؤ ستا بیانونه