2020-09-21
هغه چې و زمــــوږ اغا او زمــوږ خـــــان غــــونــــدې
اوس معلومیږي څه قــــدرته پــــریشــان غـونــــــدې
پاڼه اوښتې ده په بــل مــخ او ضــاع بــــل رنــــګه ده
نوردې څوک نه ګرځي فرعون او دهامان غونـــــدې
چې یې حضورته په اسانه هیڅوک نـــــه رسیـــــــــده
لیده کاته یې اوس هرچاته شوه اسان غــــونــــــــدې
وایي خواران اوغریبان اوس بـــــــادارانـــــــو لــــره
زموږ په سردپاسه مه ګرزئ اسمـــان غـــــــونــــــدې
راښکته شئ کبر وهوا او له غـــــرور ځنـــــــــې اوس
دانور عالم هر ګوره وګڼئ خپـــل ځــــــان غونــــــدې
باداري پــــریـــږدئ خــــادمان شـــئ دوطن او دقـــام
په خوار غریب شئ پس له دې لږ مهربان غونــــــدې
هلته چې یو انسان دبـــــل لــــــکه غـــــلام اوسیـږي
په هغه ځای دخدای لعنت اوري باران غـــونـــــــدې
باداري نشته په اسلام کې نه په کـــفـــــر کــــې اوس
تاسې یې نوره ټینګه مه ساتئ ایمــــان غــــونـــــدې
چې دفردوس په شانتې وي او باداران وي پـــکـــې
هغه وطن خدایږو ګـڼمـــه دزنــــــــدان غــــــونــــــدې
ټول انسانان دي برابر اصیـــل کــــم اصـــــل نشــــته
په دې خبره ولې ته شولـــــې حیـــــران غـــــونــــــدې
راځئ چې یو شان دملګرو په شـان کښینــــو ســـــره
غرور او کبر پریښودل که نه وي ګـــران غــــونـــــدې
دمګر تیا ژوند کې خوندونه او خیرونـــه دي ډیـــــر
تاسې یو څو ورځې خو وکړئ امتحان غـــــونـــــدې
نورو سره ځان برابر ګڼــــل مشــــکل مـــــه ګـــــڼــــــه
مشکل کارونه به خدای تا ته کړي آسان غـونـــــدې
راشه دعدل مساوات لګ کوټـــی خونــــد وګـــــوره
که پښیمان شوې دربه کړمه څه تا وان غـــــونـــــدې