دلته شته بل چیرته نشته

2020-09-21

دسیلاب مخه چې  دشګو په بنـــدونــــــــو تــــړي

ژبې اوخولې دملایــانو پـــــه دمـــــــونـــــو تــــړي

درنځور تبې په ټوټــکو خامو تـــارونـــــــو تـــــړې

بل چیرته نشته دلته شته داکرامت پښتــــونــــــــه

     *    *     *

چې وران ویجاړ جهان مشرانو تـه ودان وښــــيــــي

چې طوفانونه، زلزلــــې آرام جــــــهـــــان وښــــيــــي

صادقان تور کړي خاینان  ډیر صادقان وښــــيــــــي

بل چیرته نشته  دلته شته دامهـــارت پښتــــونـــــه

       *      *       *

ددین پرده کې چې دعیش عشرت  دنیا کړي پټــه

ددنیا ناوې چې خرقه کې  دګدا کـــــړي پـــــــټـــــه

نفس پرستي چې په جامه کې دتقوا کړي  پــټــــــه

بل چیرته نشته دلته شته دا ریا ضت پښـــتــونـــه

      *      *        *

وي بیسیواده دمکتـب معـــــلمـــــي بـــــه کـــــوي

لیکل یې نه زده دبیــــري محـــــرري بـــــه کـــــوي

ایشیا یورپ نه پیژني کار سیاسـي بـــــه کـــــوي

بل چیرته نشته دلته شته دالیاقــــــت پښتـــــونه

     *        *      *

یوه زره نقصان په خپل شان کې لیدلې نــه شـــي

هیڅ اعتراض په خپل کار باندې قبلولې نه شــي

هر څه چې کړي څوک پکې خو  قدر ویلې نه شي

بل چیرته نشته دلته  شته داسیاست پښتــــــونه