د خپلواکۍ کلیزې په ورځ
2020-09-21
نه تر دې دمه خپلواك يې نـــــــــــــــــــه پخـــــــــــــــــــوا وې
لكه او س چې بې نوا يـــــــــــــــــــــــې بــې نــــــــــــــــوا وې
دتيارې دخاموشۍ په تـــــــــــــــــل كــــــــــــې وركـــــــــــــه
نه صاحب چيرته د رنګ نـــــــــــــــــــــــــــــه درڼـــــــــــــا وې
*****
چې له هرې خوا راغلى استعـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمار دى
ستا زخمي لاش يې تر پښو لاندې ايـــــــــــــــــــــسار دى
ستا وجود يې په وار، وار دى تـــــــــــــــقسيـــــم كــــــړى
خوار ګريوان يې درته پريښى تار پـــــــــــــــه تـــــــار دى
****
كه ګرګين وو كه مغٌل وو كه پـــــــــــــــــرنــــــــــــــــګ وو
ستا په كور راغلى تاسره يې جــــــــــــــــــــــــــــــــــنګ وو
ته په هيچا پسې نه يې په جــــــــــــــــــنګ تـــــــــــــــــللى
ستا ژوندى دښمن به ستا په ويـــــــــــنــــــــــو رنګ وو
****
ستا ميرمنه به يې كړه په كـــــــــــــــوركـــــــې بـــــــــــوره
او ستا ورونه به يې غرونو كې حلال كــــــــــــــــــــــــــړل
ته به هم له ويرې پټ وې پــــــــــــــه كـــــــــــــوم غار كې
دوئ بـــــــــــــه خـــــــــــــــــلك تورتمونو كې حلال كړل
****
مګر كله چې به مړې دجنګ لمبې شـــــــــــــــــــــــــوې
ته ددې پر ځاى چې خپل زخمونه شمار كــــــــــــــــړې
سپينه تور به دې وكښله چې زه يــــــــــــــــــــــــــــــــــــم
په او ږو به دې تش لاپې شاپې بـــــــــــــــار كـــــــــړې
****
ستا اوږې په زنګ وهلې توره بــــــــــــــــانــــــــــــدې
لا ترنن ورځې هم بوختې دي درنــــــــــــــــــــــــــې دي
ستا تر اوسه په دا ځمكــــــــــــــــــــــه كې ځاى نشته
تر مريــــخـــــــــــــــــــــــــــه تلــلې نــورې پرګـــنې دي
****
ساده ګله اوس خو جنګ په تــــــــــــوره نـــــــــــه دى
او س خورازدبري بل شى دى پـــــــــــــــه جنګ كې
په نړۍ كې بــــــــــــا وقـــــــــاره ملت هـــــــــاغـــــــــه
چې نيولى يې وي تور اتوم پـــــــــــه څنـــــــګ كې
****
په كمزورو خلكو خيــــــــــــــژوي آ ســـــــــــونــــــــه
په زور نيسي ترينه ځمكې هيــــــــــــوادونــــــــــــه
دكمــزوري ځـــــــــــاى بــــــيشكه جـــــــــهنـــــم دى
چې پـــــــــه لاس كــــــــــــــــې دزر داردي جنـتـونه
****
ستا بابا چې هر څـــــــــه وو خـــــو پـــــــــــرون لاړو
په دانـــــــن كــــــــــــې دســــــــبا فكر پـــــــكار دى
ستا رنځور بچى چې پروت دى پــــــه ځانګو كې
دې رنــــــــځور تــــــــه ددوا فــــــــــــكر پـــكار دى
****
په يو كٌنج كې زنګ وهلې تــــــــــــــوره كيــــــــږده
او په دواړو لاسو جيګ دغه قلـــــــــنګ كــــــــړه
دوران شوي كور پريوتي ديـــــــــــوالــــــــــــونـــه
دها ، پورې همسايه تر ديوال دنــــــــګ كــــــــړه
****
سړيچنې وينـــــــــې وو ينـــــــځـــــه لـــــه ځــــانه
راوچتې دا پريوتې حــــــــوصـــــــــــلې كــــــــــړه
ابادي خو حـــــــــــــــــرارت دهمت غـــــــــــواړي
ملا راوتړه او تويې دې خـــــــــــولـــــــــــــې كړه
****
ستا ميرمن چې همـــــــيشه وه مهـــــــــاجــــــره
اوس پكار ده چې دخپل كاله ميرمن شــــــي
ستا بچى چې په پردو كوڅو كــــــــــــــې وشو
نن يې حق دى چې راستر په خپل و طن شـــي
****
خپل بچي ته دحسا ب ژبه پيدا كــــــــــــــــــړه
دقلـــم او دكــتا ب ژبــه پــيــدا كــــــــــــــــــــړه
له پردۍ پيژندګلوئ ځينې يې خــــلاص كړه
ورته نن دخپل نصـــــــــا ب ژبه پـــــــــيدا كړه
****
ستا بچې چې كله وغوړيږي ځوان شــــــــــي
چې سرشار په خپلې پو هې او بيـــــــان شي
بيا به خپله ماضي وسپړي پـــــــخپـــــــــــــله
با خبره به له حـــــــــال ســــــــره روان شـــــــي
****
او كه ته يې چيرې تير باسې پــــــــه لاپــــــو
ستا بچى به همدا ستا پـــــــه څير غلام وي
په روزۍ پسې بـــــــــــــه ورك وي له سهاره
ستا په كور بـــــه هميشه داسې ما ښام وي
****
دتاريخ پــــــاڼـــــې دې ډيـــــــرې دي منم خو
په دې پـــــوه شه چې جملې دخوراك نه دي
ماشـــــــوم وږى دى ډوډۍ درځينې غواړي
ستا په لاس كې دا كيسې دخوراك نه دي
۱۳۸۵-۵-۲۸
كابل خيرخانه مېنه