زه همدغه يم چې يم
2020-09-21
زما زړه هغه تنها ورانه جونګړه
چې نه ور لري او نه يې نګهبان شته
بې پوښتنې خلک راشي بيرته لاړ شي
نه پرسا شته نه مالک ددې مکان شته
هرې خوا باندې يې تيرې دي لکيرې
ليکل شوي پرې جلا،جلا نومونه
په هر تاخ کې يې کتار دشمعو بل دي
دلته ډيرو ښکليو پريښي ياد ګارونه
چې سهار شي لمر راوخيژي ولاړ وي
تر ما ښامه پورې ځيروي دې نقطې ته
چې ماښام شي شپه خوره شي سپوږ مۍ راشي
دې بې خُمه بې خُماره ميکدې ته
کله باد کله باران زما ميلمه وي
دا خاموشه شين اسمان زما ميلمه وي
هميشه مې وي داوښکو ډيوې بلې
په شيبه شيبه ارمان زما ميلمه وي
زما زړه هغه تنها ورانه جونګړه
چې نه ور لري او نه يې نګهبان شته
بې پوښتنې خلک راشي بيرته لاړ شي
نه پرسا شته نه مالک ددې مکان شته
چې هرڅوک راشي نشتر دغرض راوړي
په کې پريښي يې بې نومه داغ دغم وي
هرچا خپله برخه ما لګــــــــــه دلته راوړه
هيڅوک نشته چې راوړي يې مرهم وي
په لټون خو دخداي(ج) نه ګرځي دا خلـــــــک
چې داخــل يا په مســـجد يا بتــخا نې شــي
مينه نه غواړي تا لاش دسيم وزر کــړي
غواړي داچې چيرته سور په خزانې شــي
خو زما زړه ته چې را شي داسې خلک
په لټون دخپلې ورکې سرګردان وي
مينه ډيره وي خو نه وي مرغلرې
دلته هرخوا شمعې بلې ، پتنګان وي
زما زړه دقربانۍ او عشق فرهنګ دي
دپتنګ دشنو وزرو سوي کتاب دي
زما زړه له سيم وزر نه ما وراء دي
زما زړه داستغنا هغه دريا ب دي
زمــــا زړه هغــه کيشتــۍ دمحبــت ده
چې رپانده پرې له مينې جوړ بادبان دي
درڼا دافاقي ســـــــا حل پــــه لــــوري
په همــغه ابــدي ســفر روان دي
ته چې راغلې بيرته ځې مخه دې خلاصه
بس همـــــد غـــــه حقيقت زما دځان دي
ډيرې ستړې مرغۍ را شي بيرته درومي
لکه ونه زما زړه په خـــپل مکا ن دي
27-11-05