غزل

2020-09-21

داپه زیارت یې چې دوه شمعـــې نظــــرانــــې ایښــــې دي

دایــــې ددوه مـــینـــــو زړونـــــو افــســــانـــې ایښــــي دي

 

لکه دوه غبــــــــرګــــې چینــــې دوه پیغلـــې له کلي راځي

چا په ګودر ورتــــه جــــــوړه  ، جـــــوړه غـــنچې ایښې دي

 

ګرانه دمینې سزا مرګ دی پـــــه ډیــــــر پــــــام ږده قـــــدم

زمــوږ دکلـــــي مــــلکانـــــو پــــرې نــــاغــــې ایــښـــې دي

 

پاس په پټي کې چې غلـــــه شـــوي تـــوغــنــدي پراته دي

څوک ورته پټ ناست دي په څنګ کې یې نیزې ایښې دي

 

مـــونـــږ چــــې پــــدې کلـــي کـــې ســا اخـــلو نـوجرم کوو

تــل مو په خپلو خوږو زړونو بــانــــدې پښـــې ایښــې دي