د محبت په کوم منزل کښې اوسم
چې نا اشنا غوندې محفل کښې اوسم
ډېره سنگينه زند گي تېره ووم
زه د احساس په شيش محل کښې اوسم
د بې وسۍ د ونې لاندې ناست يم
د مهذب دور څنگل کښې اوسم
په يار د مينې وقار نه غورزوم
لکه وږمه يې تخيل کښې اوسم
ځار د تکل د تقاضې د وفا
ورک د منزل په خيال، مزل کښې اوسم
دورځو شپو نودې سړې دي زه يم
دغه عارض، دغه کاکل کښې اوسم
يم به د خپل ژوند د وطن باشنده
زه که په نظم، که غزل کښې اوسم
نه يارانه، نه رقيبان، نه جانان
ځان له د خپل ارمان گوگل کښې اوسم