تا جوړ د بل ستم تابيا کوله
دړد مې نن څڼه سترګه بيا کوله
رقيب مې مړ که دې ادا د مينې
ما د سولۍ په ټال خندا کوله
ستا د اوربل ستا د جبين تصور
هم دې سايه هم دې رڼا کوله
تاسو د ژوند بې وفائي ژړله
مونږه د ژوند سره وفا کوله
د پسرلي په ستانو اوګرځيدم
هر ګلستان وظيفه ستا کوله
هلته د وخت په پښو ږلۍ وريده
دلته د زړه ماشوم غوغا کوله
ستا د ناز غنې مې په ځان راښکلې
ما د مئين زړګي رضا کوله