غزل

2020-09-21

کلې زما او د جانان نه کېده
خو بې د مينې نه ګزران نه کېده

زړه کښې مې بل شو د حسرت داغونه
ګني دې کور کښې چراغان نه کېده

ښکلو چې مونږه درنه ځار کړو ژوندون
په يو نظر ستاسو تاوان نه کېده

زړګي مې ستا د مخ ګلاب غوښتلو
په رنګينو د ګلستان نه کېده

د ژوند په لار مخې له راغله تير شو
هغه ياران زما ياران نه کېده

بيا دې سايې ته د کاکل راغلمه
ژوند په غرمو کښې د هجران نه کېده

موړ يې په مال کړم د خوبانو د غم
نور په ما هېڅ سود د دوران نه کېده

ما د هر وخت په جبين کښل وليدل
کفر دې کفر دې انسان نه کېده