دا ژمې توره شپه کنګل پرته زندګاني
احساس که مې بوګنېږي هم اوباسي ستوماني
نشته صنم نشته منم نشته منم نشته
په ګل باندې بدله ستا خبره ستا ثاني
ما چرته شو کتې د مينې ګران ګران کتابونه
اې ګله ستا د سيوري د رڼا مهرباني
دستور دې اوس بدل کړي د نفرت پېغمبران
دې دور دې دنيا کښې نه ځائېږي ځان ځاني
ته څه ښکلې پېرزو کوې اشنا په خپل مئين
ور اوسپارې د خپلو حسرتونو باغواني
مئين دې ترخه نه کړه د وفا د هيواد خاوره
ځي وڅنډي په څلي د ارمان خپله ځواني
خزان دې د راتلونکي پسرلي د قدم دوړه
راؤګرځه د ګل د ديدنونو ارماني