غزل

2020-09-21

ذرې د دوړو ستا د لوري د سيلو شمارم
زه غورځنګونه د ډډوزو د سپرلو شمارم

ستا تر راتلو شته ډېر د غم غلطولو سامان
ځان ته ټيکري د کاسو ستا د وعدو شمارم

نننۍ مينه د بې صبره زمانې دشته ده
زه قدمونه د مئينو ګړندو شمارم

دغه حالات دا زندګي دغه عالم دا سړک
ولاړيم څلي د روانو مقبرو شمارم

د زړه بيديا ته مې رنګونه د سپرلو اوبخښي
هغه ګلونه چې په څوکو د نېزو شمارم

زه د خپل دور د تهذيب د هاغه بره چته
کوم خوا چې ګورم منارې د کپرو شمارم

ما خپل ارمان ته ملامت نه کړې خوږ زړګيه
چې به د لارې د ميل کاڼي په سلګو شمارم